تر ۱۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr
 
۱۱۰ تنه افغان مهاجرین د غبرګولي پر ۳۱ مه او د چنګاښ پر لومړۍ نېټه د تورخم له فرضي کرښې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې ۲۰ کورنۍ، چې ۱۱۰ تنه کیږي په جبري توګه د تورخم فرصي کرښې له لارې له پاکستان څخه راستنې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.