تر درې زرو زیات مهاجرین له ایران څخه خپل هېواد ته راستانه شول
په ايران کې مېشت درې زره او ۴۳۷ تنه افغان مهاجرین پرون د غبرګولي پر دوه ویشتمه د نیمروز ولایت د ابریشم له لارې پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول.
د نیمروز د ابریشم بندر د سرحدي آمر د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۶۴۰ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.
۵۴ کورنیو سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه، ۲۸۰ تنو ته هلته په پوله کې د ګومارل شویو کمېټو له خوا په وړیا توګه سیمکارتونه ووېشل شول او ۵۶۷ تنه نور له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول.