تر ۲۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr
۲۷۵ تنه افغان مهاجرین پرون د غبرګولي دوه ویشتمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې ۶۲کورنۍ، چې ۲۷۵ تنه کیږي په جبري توګه د سپین بولدک فرضي کرښې له لارې له پاکستان څخه راستنې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
دغه راز له ټولو کورنیو سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم لس لس زره افغانۍ مرسته هم وشوه.