ننګرهار کې له ۳۸۵ کورنیو سره مرسته وشوه
![-](/sites/default/files/2024-06/%D9%86%D9%86%DA%AF%D8%B1%D9%87%D8%A7%D8%B11_0.jpg)
په ننګرهار ولایت کې د غبرګولي پر یوویشتمه ۳۸۵ کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
په دغو کورنیو کې راستانه شوي شامل وو، چې وړاندې د ننګرهار د مهاجرینو چارو ریاست له خوا د کوزکونړ په ولسوالۍ کې اړمن پېژندل شوي وو او د JEN موسسې له لوري ټولو کورنیو ته نهه ډوله خوراکي او غیر خوراکي توکي د د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ادارې په څارنه ووېشل شول.