ننګرهار کې له ۲۴ کورنیو سره مرسته وشوه
په ننګرهار ولایت کې د غبرګولي پر ۲۰مه ۲۴ کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
په دغو کورنیو کې بېځایه شوي، اړمن او او معیوب کسان شامل وو، چې وړاندې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له خوا اړمن پېژندل شوي وو او د ډنمارک د مهاجرت شورا له لوري ټولو کورنیو ته په لسو برخو کې نغدي مرسته د مهاجرینو چارو ادارې په څارنه ووېشل شوه.