په فاریاب ولایت کې ۳۷۲ کورنیو سره کمک وشو

sadam_morr
-
د ۱۴۰۳ لمریز کال د غبرګولي میاشتي په ۱۴مه نیټه په فاریاب ولایت کې د سیلاب له امله بې ځایه شویو۳۷۲ کورنیو ته نغدی، خوراکی او غیر خوراکی مرستې وویشل شوې.
دغه کورنۍ تر دې وړاندې د یاد ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له لورې په کوهستان ولسوالۍ کې سروې شوې وې
هره کورنۍ ته د ډاکار، ORCD او اغا خان موسسو له لورې یوه خیمه، ۴ داني کمپلي، د پخلنځی وسایل ، روغتیا، لمریز څراغونه او ترپالونه، د اکټیډ مؤسسې له لورې ۲۲۳۷۰ افغانۍ مرسته او د سوو مؤسسي له لورې ۳ ډوله خوراکې توکو مرسته د مهاجرینو چارو ریاست تر څارنې لاندې وویشل شوه.