په بغلان ولایت کې یو مکتب افتتاح او ګټه اخستنې ته وسپارل شو.

sadam_morr
-
د بغلان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په وینا، د ۱۴۰۳ لمریز کال د غبرګولي میاشتي په ۱۷مه نیټه، مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ځایی چارواکو له لورې د ګجراباد عالی لیسه پرانستل شوه او ګټه اخستنې ته وسپارل شوه.
دغه ښوونځی دمهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو د عالی کمیشنرۍ له لورې د لسو میاشتو په موده کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په مالي لګښت په دوه جریبه ځمکه باندې د اتو ټولګیو په درلودو سره جوړ شوی، چې په لمریز سیسټم مجهزه یوه ژوره څاه، شنه ځایونو، د ماشومانو لپاره د لوبې سامان الآت، تشنابونو او د محافظینو لپاره خونه هم شامل ده .
د پرانېستي پر مهال د بغلان د مهاجرینو چارو رییس ابراهیم عمری د ښوونځی د جوړولو په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو سره یې بشپړ جزئیات شریک کړل.
ورپسي د بغلان ولایت والی عبدالرحمان حقانی د علم په ارزښت، په ټولنه کې د ښوونځې مقام او د ښوونځیو د جوړولو د ګټو په اړه خبرې وکړې.