په سرپل ولایت کې له اتو کورنیو سره مرسته وشوه
په سرپل ولایت کې د غبرګولي پر ۱۲ مه ۸ کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
دا له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنې شوې کورنۍ وې، چې وړاندې د دغه ولایت د مهاجرينو چارو ادارې له خوا سروې شوې وې او د اسلامي امارت له لوري د کورنۍ هر غړي ته دوه دوه زره افغانۍ د ولايتي کمېټې او د مهاجرینو چاروآمریت تر څارنې لاندې ووېشل شوې.