هلمند کې ۲۸۱ کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه

sadam_morr
=

په هلمند ولایت کې پرون د غبرګولي اتمه ۲۸۱ بې سرپرستو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغه کورنۍ وړاندې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له لوري اړمنې پېژندل شوې وې او د پناغوښتونکو په برخت کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له خوا له هرې کورنۍ سره د ۲۱ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته وشوه.