د مهاجرینو چارو وزارت پلاوې بغلان ولایت ته سفر وکړ

sadam_morr
-
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د راستنېدنې او بیا مېشتېدنې ریاست رییس او د ټاکل شوي پلاوي مشر مولوي شکرالله شاکر پرون د غبرګولي پر شپږمه د سیلاب ځپلو سیمو د لیدنې په موخه بغلان ولایت ته سفر وکړ.
د وزارت ټاکل شوي پلاوي د دغه ولایت د مهاجرینو له رییس محمد ابراهیم عمري سره تر کتنې وروسته د دوشي ولسوالۍ د لرخاب سیمې ته لاړ، د هغه ځای له اوسېدونکو سره یې وکتل، د شهیدانو روح ته یې دعا وکړه او د شهیدانو کورنیو ته یې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د رهبرۍ د تسلیت او خواخوږۍ پیغام واوراوه.
د يادونې وړ ده، چې په بغلان ولايت کې د وروستيو سيلابونو له امله لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه، هټۍ او کورونه ويجاړ شوي او مرګ ژوبله هم اوښتې ده.