سرپل ولایت کې له ۴۲ کورنیو سره مرسته وشوه
په سرپل ولایت کې پرون د غبرګولي شپږمه له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه راستنو شویو ۴۲ کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغه کورنۍ وړاندې د هغه ولايت د مهاجرينو چارو آمریت له خوا اړمنې پيژندل شوې وې او د مهاجرت نړيوال سازمان له خوا په درېيو برخو کې د ٣٨ زره، ٣٠ زره او ١٨ زره افغانيو په ارزښت او د ۱۳ ډوله روغتیايي توکو یوې کڅوړې مرسته ورسره وشوه.