میدان وردګو کې له ۲۰۵ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

په میدان وردګو ولایت کې پرون د غبرګولي پر شپږمه پر ۲۰۵ کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.
دا کورنۍ مخکې د دغه ولايت د مهاجرينو چارو ادارې له خوا اړمنې پېژندل شوې وې او بیا د PIN موسسې له لوري هرې کورنۍ سره د ۱۰ زره او ۳۰ افغانیو پّ ارزښت مرسته ووېشل شوه.