زرګونه مهاجرین له ایران څخه پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول

sadam_morr
په ايران کې مېشت ۴ زره او ۹۷۲ تنه افغان مهاجرین پرون د غبرګولي پر پنځمه او شپږمه نېټه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.
د هرات د اسلام کلا د سرحدي آمر د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۵۵۹ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.
دغه راز ۱۸ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچایلډ موسسې ته ور وپېژندل شول، ۵۱ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه، ۱۹۹ تنو ته هلته په پوله کې د ګومارل شوو کمېټو له خوا په وړیا توګه سیمکارتونه ووېشل شول او ۲۷۲ تنه نور له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول.