د تخار ولایت سیلاب ځپلو کورنیو سره بشری مرستې وشوی

sadam_morr
-

د ۱۴۰۳ لمریز کال د غبرګولي د میاشتې پر ۴مه د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې ۱۵۹ سیلاب ځپلو کورنیو د مهاجرینو وزرات له خوا لیږل شوي پلاوي په شتون کې بشری مرستې تر لاسه کړې.

په مرسته کې ۱۳ قسمه خوراکې توکې شامل ؤ چې د ډاکار مؤسسې او د مهاجرت لپاره د ملګرو ملتونو عالی کمیشنرۍ (UNHCR) له لورې مستحقینو ته وویشل شول.

د وزارت له لورې لیږل شوی پلاوي مشر مولوي شکرالله او مل ټیم یې د سیلاب ځپلیو او شهیدانو له کورنیو سره د غمرازۍ په موخه دغه ولسوالۍ ته تللی، هلته یې د ولسوالۍ له اوسیدونکو سره خپله خواخوږي څرګنده او د وزارت محترم مقام د خواخوږۍ پیغام شریک کړ.