ننګرهار کې له ۱۵ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
-

 په ننګرهار ولایت کې پرون د غبرګولي لومړۍ ورځ پر ۱۵ راستنو شویو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.
 دغه کورنۍ مخکې د هغه ولايت د مهاجرينو رياست له خوا اړمنې پېژندل شوې وې او د ډنمارک د مهاجرت شورا له لوري په بېلابېلو کټګوريو کې ۱۲زره ، ۱۶زره ۵۰۰، ۱۵ زره ۱۸ زره او ۱۴ زره افغانیو په ارزښت مرسته ورسره وشوه، چې د د دغه ولایت د مهاجرينو چارو ریاست تر څارنې لاندې ووېشل شوه.