د هېواد په مختلفو ولایتونو کې له څه باندې ۱۹ زره کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دویمو واحدونو له خوا د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله تر ۱۹ زره زیاتو بې ځایه شویو او زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له دویمو واحدونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې په ننګرهار، تخار، سرپل، بامیان، هرات، فاریاب، لوګر، غور، پکتیکا، بلخ، کندهار، کندز، میدان وردګ، جوزجان، کابل، بغلان، غزني، بادغیس، بدخشان، پروان، پکتیا، هلمند، خوست او سمنګان ولایتونو کې د یو شمېر نړیوالو مرستندویه بنسټونو په همکارۍ له ۱۹ زره او ۹۷ بې ځایه شویو، راستنو شوو، اړمنو او معلولینو سره مرسته وشوه.

د یادې سرچينې په وینا، په وېشل شويو مرستو کې خوراکي، روغتيايي او کورنيٍ توکي، خېمې، سولر او نغدي کڅوړې شاملې وې، چې د مرستندويه بنسټونو د استازو په شتون کې ووېشل شوې.