یو شمېر نظامي مسولینو د وزارت له مسلکي مرستیال سره ولیدل

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۴:۶
=

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د زابل او فاریاب ولایتونو له یو شمېر نظامي قوماندانانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
 په دې لیدنه کې هغوی د مهاجرینو او راستنېدونکو لپاره په بېلابېلو برخو کې د مهاجرینو چارو زارت د چوپړتیاوو او کړنو ستاینه وکړه او دغه راز یې له مسلکي مرستیال سره د خلکو ستونزې شریکې کړې.
 د وزارت د مسلکي مرستیال ښاغلي راشد له لوري هغوی ته د هېواد د امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۸:۱۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلاجلا ناستو کې د کابل د چهار اسیاب او سروبي ولسوالیو له څو تنو قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.

په دغو ناستو کې چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو هېوادوالو د وضعیت او ځايي خلکو د ځینو غوښتنې په اړه خبرې وشوې، د پیل په ناسته کې د چهار اسیاب ولسوالۍ حاضرو مخورو په خپله سیمه کې. . .
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۲۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت، د هسکې مېنې ولسوالۍ له څو تنو قومي مخورو سره وکتل.

 
د ناستې په پيل کې د هسکې مېنې قومي مخورو د اسلامي امارت له مشرانو سره د لیدنو له امله مننه کړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي نظام لخوا د ننګرهار د ولسونو ګڼو غوښتنو ته رسېدنه. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۰:۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له سفیر ښاغلي تاکايوشي کورومايا سره د مخه ښې لیدنه وکړه.

 
ښاغلي تاکايوشي کورومايا د خپل ماموریت پر مهاله د اسلامي امارت او د راستنېدونکو چارو د وزیر لخوا د ورسره شویو همکاریو او لیدنو له امله مننه وکړه.
ښاغلي کورومايا په افغانستان. . .

بېرته خبرونه ته