سرپل کې له نهو کورنیو سره مرسته وشوه
په سرپل ولایت کې د غویي پر۲۹ مه له نهو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دا له ګاونډيو هېوادونو څخه په جبري توګه راستنې شوې کورنۍ وې، چې وړاندې د دغه ولايت د مهاجرینو چارو ادارې له خوا اړمنې پېژندل شوې وې او د اسلامي امارت له لوري د هرې کورنۍ هر غړي ته دوه دوه زره افغانۍ د ولایتي کمیټې او د مهاجرینو چارو ادارې په څارنه ووېشل شوې.