کابل کې له لسګونو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
په کابل ولایت کې د غویي پر ۲۷مه ۷۹ کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
دا راستنې شوې کورنۍ وې، چې وړاندې دکابل ولايت د مهاجرينو چارو رياست له خوا سروې شوې وې او د اسلامي امارت له لوري د کورنۍ هر غړي ته دوه دوه زره افغانۍ د ولايتي کمېټې او د کډوالو چارو رياست تر څارنې لاندې ووېشل شوې.