سرپل کې له ۱۰ کورنیو سره مرسته وشوه
په سرپل ولایت کې د غویي پر۲۷ مه له ۱۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دا له ګاونډيو هېوادونو څخه په جبري توګه راستنې شوې کورنۍ وې، چې وړاندې د دغه ولايت د کډوالو چارو ادارې له خوا اړمنې پېژندل شوې وې او د اسلامي امارت له لوري د هرې کورنۍ هر غړي ته دوه دوه زره افغانۍ د ولایتي کمیټې او د مهاجربنو چارو ادارې په څارنه ووېشل شوې.