د مهاجرینو چارو په وزارت کې د راستنېدونکو د غوره ملاتړ په موخه ناسته وشوه

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۷:۴۳
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ په ریاست کې پنجشنبه د غویي ۲۷ مه د مهاجرت نړیوال سازمان د استازي په شتون کې د راستنېدونکو مهاجرینو د غوره ملاتړ په موخه ناسته وشوه.
د مهاجرینو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ رییس الحاج غلام نبي الله داد خېل ستانکزي د دې ناستې موخه د راستنېدونکو مهاجرینو ستونزو ته په ښه ډول رسېدنه وبلله او زیاته یې کړه، چې ستونزو ته د رسېدنې لپاره د دوامداره ناستو او له یو بل سره د همکارۍ اړتیا ده.
هغه وویل: د مهاجرینو د ستونزو حل او د دوی د حقونو ملاتړ د مهاجرینو چارو وزارت او همکارو بنسټونو ګډ مسولیت دی.
د مهاجرت نړیوال سازمان استازي عبدالوارث القاسم د خپل سازمان پر ملاتړ او د افغان مهاجرینو حقونو ته د ښې رسېدنې لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته