خوست کې له ۱۵ کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-
په خوست ولایت کې د غويي ۲۵مه پر ۱۵ کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغه کورنۍ وړداندې د خوست ولایت د مهاجرینو چارو رياست له خوا په باک ولسوالۍ کې د سرپنا جوړولو په موخه سروې شوې وې او هرې کورنۍ ته د ناروې د مهاجرت شورا له لوري ۳۳ زره او ۷۸۰ افغانۍ ورکړل شوې، چې د مهاجرینو چارو ریاست او یادې ادارې د استازو په شتون کې ووېشل شوې.
د يادونې وړ ده، چې دغو کورنيو تر دې وړاندې هم د دغو پيسو درې قسطونه ترلاسه کړي وو.