تر ۳۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr
۳۷۰ افغان مهاجرین پرون د غویي میاشتې ۲۶مه د سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۷۰ کورنۍ، چې ۳۷۰ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې او هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له لوري هم مرسته وشوه.