په خوست ولايت کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

د غوایي میاشتې په ۲۵ مه نیټه په خوست ولایت کې ۵۸۷ راستنېدونکو او بې ځایه شویو کورنیو سره نغدي مرستې او روغتیايي کڅوړو مرسته وشوه.
یادې شوې مرستې هرې کورنۍ ته د ژغورنې د نړیوالې کمیټې له لورې ۹ زره افغانۍ او د یونیسف له خوا یوه روغتیايي بسته وه، چې د مهاجرینو چارو ریاست او د یادو ادارو د استازو په حضور کې پرې وویشل شوې.