د وزارت مسلکي مرستیال د کابل ولایت د مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۵:۲۳
-

 

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد پرون د غویي ۲۳مه د کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له ریاست څخه لیدنه وکړه.

مسلکي مرستیال د خپل سفر په ترڅ کې د دې ریاست له مسولینو سره د داخلي بې ځایه شویو د مېشتغالو او د کډوالو او راستنېدونکو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

په ناسته کې د بې ځایه شویو د مېشتغالو په ځانګړي ډول د هغو مېشتغالو چې د کابل ښار په څلورمه او اتمه ناحیه کې موقعیت لري او د ګڼو لاملونو له امله دکابل ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو  هغوی ته د ایستلو خبر ورکړی په اړه د مسولینو له لوري تر معلوماتو وروسته پریکړه وشوه، چې ډېر ژر به د مهاجرینو چارو وزارت او د کابل ولایت د کډوالو چارو ریاست د مسلکي مرستیال په مشرۍ یو ګډ پلاوی د دغو کمپونو له استازو سره سلا مشوره وکړي او د هغوی ستونزې به واوري.

په پام کې ده چې ډېر ژر دغه مېشتغالي له نږدې وکتل شي او د وزارت د رهبرۍ له لارښوونې سره سم به د کورنیو د ستونزو د حل په موخه له اړوندو ادارو سره خبرې اترې وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته