پاکستان کې ۲۴ تنه د مدرسې زده کوونکي له زندان څخه خوشي شول

د پاکستان د کراچۍ له زندان څخه د ۱۸ کلونو کم عمره د دیني مدرسې ۲۴زده کوونکي پرون د غویي ۱۹مه خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې یاد شوي محصلین د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو او له خوشې کیدو وروسته د تورخم سرحدي کرښې له لارې بیرته خپل هیواد ته راستانه او په دغه آمریت کې تر موملیکنې وروسته د مرستو په موخه د سرلوړي افغانستان موسسې ته ور وپېژڼدل شول.