ایران څخه تر دوو زرو زیات مهاجرین پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول
په ايران کې مېشت دوه زره او ۸۰۹ تنه افغان مهاجرین پرون د غویي میاشتې ۱۹مه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.
د هرات د اسلام کلا د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۵۷۶ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.
دغه راز ۱۵۱ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه، ۲۴ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچایلډ موسسې ته ور وپېژندل شول، ۳۴۴ تنو ته هلته په پوله کې د ګومارل شوو کمېټو له خوا په وړیا توګه سیمکارتونه ووېشل شول او ۲۱۸ تنه نور له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول.