تر زرو زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

یو زر او یو افغان مهاجرین پرون د غویي میاشتې له ۱۶ تر ۱۸مې د تورخم او سپین بولدک له لارې پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار  ولایت د سپین بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۱۲۷ کورنۍ، چې  ۶۴۵ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.

او هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

 د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۶۹ کورنۍ، چې  ۳۵۶ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.