ایران څخه تر دوو زرو زیات مهاجرین پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول

sadam_morr

په ايران کې مېشت دوه زره او  ۸۰۶ تنه افغان مهاجرین د غویي د میاشتې په ۱۲مه د هرات ولایت، اسلام قلعه له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.

 د هرات، اسلام قلعه د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې یو شمیر کورنۍ هم شاملې وې، چې ۳۸۷ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.

دغه راز ۷۸ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ نقدی مرسته وشوه، ۳۴ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچایلډ موسسې ته ور وپېژندل شول، ۲۰۰ تنو ته هلته په پوله کې د ګومارل شوو کمېټو له خوا په وړیا توګه سیمکارتونه ووېشل شول او ۲۴۹ تنه نور له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول.