۱۵ ولایتونو کې له څه باندې ۶ زره کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

د تېرې اونۍ په اوږدو کې کندهار، ننګرهار، هرات، بامیان، وردګو، غزني، بدخشان، فاریاب، بلخ، سرپل، کابل، کاپیسا، غور، پکتیکا او کندز ولایتونو کې له ۶ زره ۲۷۵ بې ځایه شویو او راستنو شویو کورنیو سره د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو له لوري مرسته وشوه.

یادو شویو کورنیو ته د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ادارو د یو شمېر نړیوالو مرستندویه موسسو په همکارۍ د خوراکي توکو، جامو او نغدي مرستې ووېشل شوې.