سرپل او بامیان ولایتونو کې له ۴۰ کورنیو سره مرسته وشوه

په بامیان او سرپل ولایتونو کې له ۴۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
دغه کورنۍ چې له ګاونډيو هېوادونو څخه په جبري توګه راستنې شوې وې، د يادو ولايتونو د مهاجرينو چارو ادارې له خوا اړمنې پيژندل شوې وې، چې وروسته د اسلامي امارت له لوري او د ولايتي کميټو او د یادو ولایتونو د مهاجرينو آمریتونو تر څارنې لاندې ورباندې دوه دوه زره افغانۍ ووېشل شوې.