په ننګرهار ولايت کې له زرو زياتو کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وشوه

sadam_morr
-

د ثور میاشتې په ۱۱مه نیټه په ننګرهار ولایت کې پر ۱ زرو ۸۳۶ راستنو شویو کورنیو باندې خوراکي او نغدي مرسته وویشل شوه.

يادې کورنۍ څه موده مخکې د ننګرهار ولايت د مهاجرینو رياست له لوري د بهسودو ولسوالۍ او د جلال اباد ښار په یو شمېر سيمو کې پېژندل شوې وې.
په یادو مرستو کې يو قلم خوراکي توکي او ٣ زره او ۲۰۰ افغانۍ شاملې وې، چې د خوړو نړیوال سازمان له لوري او د مهاجرینو او راستنېدونکو رياست تر څارنې لاندې ووېشل شوې.