فارياب کې له ۲۳تنه پولې څخه راګرځول شویو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

په فاریاب ولایت کې د غویي دمیاشتی پر۱۰ مه له پولې څخه راګرځول شویو ۲۳ درویشت تنو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.

دغه کسان تر دې وړاندې د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست له خوا اړمن پيژندل شوي وو او د مهاجرت نړيوال سازمان له لوري یې په دوو برخو کې د ۸ زره او ۱۲ زره افغانيو مرسته ترلاسه کړه.