تر ۴۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

۴۵۱ تنه افغان مهاجرین پرون د غویي نهمه د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو څخه خپل هېواد ته راستانه شول.

 د کندهار د سپین بولدک د سرحدي آمریت د راپور له مخې ۸۷ کورنۍ چې ۳۵۰ تنه کېږي په جبري توګه خپل هېواد ته راستنې شوې او هلته ننګرهار کې د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړۍوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې او هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

او د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې ۱۸ کورنۍ چې ۱۰۱ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.