بلخ ولایت کې د همغږۍ ناسته وشوه

sadam_morr
-

په بلخ ولایت کې د غوایي دویمه د اړوندو دولتي ادارو او مرستندویو بنسټونو د استازو په شتون کې د بیړنیو پېښو د پېژندنې او رسېدنې په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.

په دې لیدنه کې د آغاخان موسسې استازي د اړو کسانو لپاره د ځانګړو قضایاوو د پيژندلو په برخه کې د بلخ ولايت د مهاجرینو چارو له رييس سره په همغږۍ د دغې ادارې د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رییس مولوي اسدالله وفا د يادې موسسې د همکارۍ ستاينه وکړه او د مستحقو کسانو پر پېژندنه يې ټينګار وکړ.

د ناستې په پای کې ګډونوالو د یادې موسسې د همکارۍ ستاینه وکړه او د لا زیاتې همکارۍ ژمنه یې څرګنده کړه.