بادغیس کې پر ۱۰۵ کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

sadam_morr
-

 په بادغیس ولایت کې پرون د غوايي لومړۍ نېټه پر ۱۰۵ اړمنو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.

دغه مرسته د امیرالمؤمنین په لارښوونه او د مهاجرینو چارو ریاست په همغږۍ له یادو کورنیو سره، چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې دي پیل او د ولایتي ګومارل شوې کمېټې له لوري هرې کورنۍ ته دوه زره افغانۍ ووېشل شوې.