د هېواد په ولایتونو کې له څه باندې شل زره کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-
په تېره یوه میاشت کې د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو له خوا په ۲۱ ولایتونو کې له ۲۰ زره زیاتو بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه.
د مهاجرینو چارو وزارت له دویمو واحدونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې په ننګرهار، تخار، سرپل، بامیان، هرات، فاریاب، لوګر، غور، پکتیکا، اروزګان، بلخ، کندهار، کندز، میدان وردګ، جوزجان، کابل، بغلان، فراه، غزني، سمنګان او لغمان کې د يو شمېر نړيوالو مرستندویو موسسو په همکارۍ له ۲۱ زره ۵۲۱ بېځايه شويو، راستنېدونکو، بې وزلو، معلولينو، معيوبينو، يتيمانو او کونډو سره مرسته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې په وېشل شويو مرستو کې خوراکي توکي، روغتيايي، کورنۍ کڅوړې، خېمې، ترپالونه، بخارۍ، نغدې پيسې او د پخلنځي لوښي شامل وو، چې د مرستندویو ادارو د استازو په شتون کې ووېشل شول.