د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر پلاوي د تورخم له فرضي کرښې څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
-
دننګرهار ولايت د مهاجرینو چارو رياست دخبر له مخې، دملګرو ملتو سازمان دبشري مرستو دفتر مسولينو د وري ٢٩مه دتورخم له فرضي کرښې څخه ليدنه وکړه.
په دې لیدنه کې په تورخم کې د ادارو فعالیتونه له نږدې وڅېړل شول او د تورخم د سرحدي آمریت آمر لخوا د ثبت، تشخیص، د کاري حوزې کړنو او د روغتیايي او غیر روغتیایي خدمتونو په اړه معلومات ورکړل شول.
د مهاجرت نړیوال سازمان مسولینو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مسولینو هم د خپلو کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او دغه راز یې له مرستندویو ادارو سره د بشپړې همغږۍ او ستونزو د حل له امله د سرحدي آمریت ستاینه څرګنده کړه.
د تورخم سرحدي آمریت ښاغلي بخت جمال ګوهر ځدراڼ د دوی د ورتګ ستاینه وکړه او ویې ویل: اسلامي امارت به د مهاجرینو په باعزته راستنیدو، لومړنیو مرستو او په خپلو ولایتونو کې د دوی د مېشتېدنې او پر وخت د ستونزو د حل لپاره خپلې ټولې هڅې په کار واچوي.
هغه زیاته کړه، په دې برخه کې له مرستندویو بنسټونو څخه مننه کوو، چې خپلې هڅې یې ترسره کړي او موږ ژمن یو، چې مرستندویو بنسټونو ته لا زیات فرصتونه رامنځته کړو او د دوی ستونزې پر وخت حل کړو.