بادغیس کې له ۲۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
![-](/sites/default/files/2024-04/%D8%A8%D8%A7%D8%AF%D8%BA%DB%8C%D8%B3.jpg)
په بادغیس ولایت کې د وري ۲۹مه پر ۲۰ کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.
په دغو کورنیو کې هغه راستانه شوي شامل وو، چې وړاندې د هغه ولایت د مهاجرینو چارو ادارې له خوا په مرکز کې اړمن پیژندل شوي وو.
او د ډنمارک د مهاجرينو شورا له خوا په څو برخو کې ٣٨زره ٦٠٠ افغانۍ، ٢٥زره افغانۍ، ٢٧زره افغانۍ، ٢٤زره افغانۍ او ٣٠زره افغانۍ مرسته ورسره وشوه، چې د مهاجرينو چارو آمریت تر څارنې لاندې ووېشل شوه.