تر ۱۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

۱۰۳تنه افغان مهاجرین د وري پر ۲۵او ۲۶نېټو د تورخم له فرضي کرښې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.

 د ننګرهار د تورخم د سرحدي آمریت د راپور له مخې  ۲۴ کورنۍ چې ۱۰۳تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړۍوال سازمان ته ور وپېژندل شوې.