بغلان ولایت کې له ۱۳ کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
ـ

 په بغلان ولایت کې پرون د ورذي ۱۵ مه پر ۱۳ راستنو شویو کورنیو د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

دغه کورنۍ مخکې  د مهاجرینو چارو ادارې له خوا د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې اړمنې پيژندل شوې وې او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کميشنرۍ له خوا د پخلنځي وسایلو، خيمې او ترپال يوې کڅوړې مرسته ورسره وشوه.