کابل کې سلګونو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
![ـ](/sites/default/files/2024-04/WhatsApp%20Image%202024-04-03%20at%2010.17.11%20AM.jpeg)
په مرکز کابل ولایت کې نن د وري ۱۵مه نېټه له ۵۶۵ راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه کورنۍ وړاندې سروې شوې وې، چې د اسلامیک ریلیف موسسې له لوري او د مهاجرینو ادارې په څارنه او ملتیا هرې کورنۍ ته دوه بوجۍ وړه او د خوراکي توکو یوه یوه کڅوړه ورکړل شوه.