د افغان مهاجرینو چارو د اتشې مرستیال په پاکستان کې د مهاجرت نړیوال سازمان له رییسې سره ولیدل.

sadam_morr

د پاکستان په اسلام اباد کې د افغان مهاجرینو چارو د اتشې مرستیال ارصلاح حقیار د مهاجرت د نړیوال سازمان له رییسې او هلته د ACC  پروژې مسولې میرمن مایو ستو سره د روان کال د وري میاشتې په شپږمه نیټه د افغانستان په لوی سفارت کې ولیدل.

په دې لیدنه کې د روان کال د اپریل په میاشت کې د  ACC  کارتونو سره د مهاجرینو د ایستنې په اړه د پاکستان هېواد د پریکړې په اړه بحث وشو او د پاکستان د پریکړې په اړه د مهاجرت د نړیوال سازمان د دریځ وضاحت غوښتنه څرګنده شوه.

میرمن مایو وویل: د پاکستان د حکومت له خوا د هغو مهاجرینو د داوطلبانه راستنیدو په اړه چې د ACC کارتونه لري خبر وو، خو تر اوسه پورې د پاکستان هیواد د مهاجرینو لپاره د وروستۍ نیټې په اړه کوم مشخص میکانیزم نه دی ټاکلی. هغې وويل: د مهاجرت نړيوال سازمان د نورو نړيوالو سازمانونو په ګډون هڅه کوي، چې د مهاجرينو له حقوقو څخه پرته له کوم شرطه دفاع وکړي او د پاکستان له دولت سره په يوه روښانه او مشخص ميکانيزم کې د دوي باعزته استوګنې لپاره هوکړې ته ورسېږي.

په پای کې د مهاجرینو اتشې مرستیال له مېرمن مایو او ورسره راغلي پلاوي مننه وکړه او د یادو کارتونو د اخیستونکو د شته ستونزو د حل غوښتنه یې  څرګنده کړه او پر لا زیاتې همکارۍ یې ټینګار وکړ.