ننګرهار کې سلګونو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
په ننګرهار ولایت کې پرون د وري ۱۳ مه نېټه له ۵۰۰ راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دغه کورنۍ وړاندې هلته سروې شوې وې، چې د اسلامیک ریلیف موسسې له لوري او د مهاجرینو ادارې په څارنه او ملتیا هرې کورنۍ سره د ۲۰ زره افغانیو په ارزښت نغدي مرسته وشوه.