ایران څخه سلګونه مهاجرین پخپله خوښه او په جبري توګه هېواد ته راستانه شول

sadam_morr

په ايران کې مېشت ۹۸۳ مهاجرین د وري ۱۳ مه نېټه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.

 د هرات د اسلام کلا د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، په یاد کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۳۵۷ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل او ۳۰بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچایلډ موسسې ته ور وپېژندل شول.