جوزجان کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د يوشمېر خيريه مرستندويه کسانو له لورې د جوزجان ولايت د کډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۰ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې شنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۱مه هرې کورنۍ ته يوه بوجۍ اوړه، يوه بوجۍ وريجې، يوه قطۍ غوړي، نيم کيلو شين چای، دوه قطی روب او نيمن بوره مرسته ووېشل شوه.