بدخشان کې لسګونو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

په بدخشان ولایت کې د کب پر ۲۷ مه نېټه په ۸۴ کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.

یادې شوې کورنۍ چې مخکې د مهاجرینو چارو ادارې لخوا په ارګو ولسوالۍ او د دغه ولایت په مرکز کې اړمنې پېژندل شوې وې.

یاده شوې مرسته په دغه ولایت کې د زده کړو څخه د بې برخې شوې ماشومانو د زده کړې د پیاوړتیا په نوم وه، چې هرې کورنۍ ته ۲۴ زره او ۳۲۰ افغانۍ د ACTED مؤسسې له لوري ووېشل شوې.