په جوزجان ولايت کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

د جوزجان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د کب ۲۱مه نېټه له ګاونډیو هېوادونو څخه په ۴۰۰ راستنېدونکو کورنیو د خوراکي توکو د وېش خبر ورکړی.
دغه کورنۍ وړاندې د هغه ولايت په آقچې، مرديان او منګجیک ولسواليو کې د مهاجرینو چارو رياست له خوا اړمنې پيژندل شوې وې، چې وروسته يې د سمرقند ټولنیزې او خدماتي موسسې له خوا پنځه ډوله خوراکي توکي ترلاسه کړل.
د يو بل خبر له مخې، د سمرقند ټولنيزې او خدماتي موسسې له خوا د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان ښار کې پر ٤٠٠ بې ځايه شويو یتیمو ماشومانو د جامو کڅوړې ووېشل شوې.