تر ۱۰۰ زیات مهاجرین له پاکستان څخه په جبري توګه راستانه شول

sadam_morr

۱۴۲ تنه افغان مهاجرین د کب په ۱۹ مه نېټه د تورخم له فرضي کرښې څخه هېواد ته راستانه شول.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ، ۲۷ کورنۍ چې ۱۴۲ تنه کیږي په جبري توګه له پاکستان هېواد څخه راستنې شوې او د مهاجرینو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان  دفترونو ته وروپېژندل شوې.