کندز کې له سلو زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

په کندز ولایت کې له ۱۰۷ راستنو شویو کورنیو سره د کب پر ۱۶مه مرسته وشوه.

دا کورنۍ پخوا  هلته اړوندو ادارو سره په همغږۍ  د مهاجرينو رياست له لوري په مرکز کې اړمنې پيژندل شوې وې.

هرې کورنۍ ته دکندوز د مهاجرينو چارو رياست په همغږي د نوې لارې  پرمختيايي او ټولنيزې موسسې له خوا دپخلنځي ، جامو او روغتيايي توکو په ګډون ١٤ډوله خوراکي توکي ووېشل شول.